په ارزګان ولایت کې ۱۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

34 Views

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ۱۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور طالبان سخت ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې په ارزګان ولایت کې د پاکستاني پوځیانو حضور زیات شوی او د طالبانو په لیکو کې ټوله جګړه پاکستاني پوځیان رهبري کوي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو د هڅو او قربانیو څخه ملاتړ کوي او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د جګړې پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړئ.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments