په ارزګان ولایت کې ۱۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان لایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د ارزګان ولایت په هراود ولسوالۍ کې دا افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او په پایله کې ۱۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نورټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې له طالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته راغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده نښته کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
بلي خواته د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وويل چې د وسله والو د ځپلو لپاره دهراود ولسوالۍ ته تازه دمه سرتیري رسیدلي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments