په ارزګان ولایت کې افغان ځواکونودطالبانو دوسلو اومهماتو یوه ډیپوه نیولې ده

comments 0

302 Views

هندوکش – ارزګان: دارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې دطالبانو دوسلو او مهماتویوه ډیپوه نیولې ده.
له نیول شوې ډیپوه څخه ۹۱ ګیلو ګرامه چاودیدونکي توکي،۲۱کړۍ لاسي بمونه،۲ راکټه ،۲۵ دهاوان مرمۍ او یو شمیر نورې سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته راغلي دي.
دارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې دطالبانو په ضد به عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو دارزګان سیمې او خلک دطالبانو له ظلم اوزیاتي څخه خلاص شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments