په ارزګان ــ زابل او کندهار ولایتونو کې ۳۰ کړۍ ماینونه کشف اوله منځه یوړل

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کندهار: د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې افغان ځواکونو د کندهار ولایت په میوند او شاولي کوټ ولسوالۍ او دارزګان ولایت په ارغنداب او دزابل ولایت په شملزي ولسوالۍ کې ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل.
په ورته وخت کې امنیتي چارواکي وايي، که د سیمې اوسیدونکي له افغان ځواکونو په وخت همکاري وکړي، کولای شي دلویو ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي.
په عین حال کې دیادو ولایتونو اوسیدونکي دجګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې د جګړې پرځاي سوله وکړئ.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments