پنیري برګر

comments 0

0 Views

اړین توکي :
د پسه کوفته شوې غوښه : 500 ګرامه
پياز – یو عدد
تازه نعناع – ۲ قاشوغې ( ټوټه شوی )
تازه ګشنیز – ۲ قاشوغې ( ټوټه شوی )
پنيري پيتزا – 120 گرامه
مايع غوړي– دوه قاشوغې
مالګه ، تور مرچ – د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه :
لومړی غوښه پیاز تازه نعناع او ګشنیز په یو لوښي کې اچوو او ګ‌‌‌‌‌‌ډوو یې ، وروسته دا مخلوط په اتو برخو ویشو او هره برخه د لاس په وسیله د برګر په شکل آماده کوو وروشته پنیر پیتزا په څلورو برخو ویشو او هر قسمت یې په یو برګر ږدو څلور پاتې برګر د پنیر پیتزا په سر داسې ږدو چې پنیر پکې ښکاره نشي وروسته مایع غوړي د برس په وسیله د هر برګر پر سر موښو او د یوې تابې چې سریښ ونلري پر سر یې ږدو او متوسط حرارت ته یې د پنځلسو دقیقو لپارع ږدو چې کله رنګ یې سور شو خواړه تیار دي
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments