پنټاګون: د افغانستان لپاره تګلاره بریالۍ ده

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا دفاع وزارت یو ځل بیا افغانستان لپاره د ټرمپ تګلاره بریالۍ وبلله.
د پنټاګون ویاند ويلي، له تیرو ۸ کلونو راهیسې چې جګړې زور اخیستی و، د سویلي اسیا لپاره د ټرمپ د نوې سټراټیژۍ له امله پکې دوه په دریمه برخه کم والی راغلی.
پنټاګون پر امريکايي پوځ د بریدونو په تړاو ویلي چې، د تېر په څېر پیاوړي او درانه زیان اړونکي بریدونه اوس ډير کم شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت دا خبرې داسې مهال کوي چې، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې.
په تېرو شاوخوا دوه کلونو کې د امریکا او طالبانو جګړه دومره ملکي شوې چې افغان چارواکو له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
په ټوله کې عام افغانان بیا د افغانستان لپاره د ټرمپ تګلاره ناکامه او د افغانستان په زیان بولي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments