پنټاګون: ایران وسله والو طالبانو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي

comments 0

152 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، سره له دې چې طالبان د ایران ټولې خبرې نه مني خو بیا هم دغه هېواد پر وسله والو طالبانو نفوذ لري او ملاتړ یې کوي.
راپور کې راځي چې ایران له ۲۰۰۷ کال راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډلې ته وسلې او مهمات برابروي.
د پنټاګون د نوې ادعا په اړه تر اوسه ایران غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې هم ګڼو افغان چارواکو ایران له طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی. دوی ویلي وو، چې ایران ان پخپله خاوره کې طالبانو ته هستوګنځي او روغتونونه هم جوړ کړي دي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments