پنټاګون: افغانستان کې پوځي حضور اړتیا ده

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: پنټاګون ویلي، له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره شرایط مناسب نه دي.
امریکا له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو لپاره چمتووالی نه لري، ځکه په باور یې تر اوسه لازم شرایط نه دي برابر شوي.
د امریکا د وسله وال ځواک قوماندان جوزف ډانفورډ د امریکایي پارلمان ځانګړې کمېټې ته ویلي، امریکا مجبوره ده چې پر ترهګرو ډلو فشار راوړي.
ډانفورډ ویلي، پوهېږي چې د ده خبرې به امریکایان غمګین کړي، خو افغانستان کې شرایط برابر نه دي چې ټول بهرني ځواکونه په اوس وخت کې ووځي.
افغانان او د سیمې ځینې هېوادونو هم له امریکا غوښتي چې پوځي حضور په بامسوولیته توګه پای ته ورسوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments