پنجشېر کې د طبيعي بند ماتېدو کورنی زيانمنې کړي

comments 0

0 Views

د افغانستان د طبيعي ناورینونو په چارو کې د دولت وزارت وايي په شمالي ولایت پنجشېر کې د پېشکندا په نامه د يوه طبيعي بند نړېدو ۵۰۰ کورونه زيانمن کړي او پنځه کسان ورک دي.

د دغې ادارې مرستيال محمد قاسم حيدري ویلي، پېښه تېره شپه (د چنګاښ په شلمه) شوې او لامل يې هم د هوا تودېدل دي چې د یخونو وېلي کېدو د دغه طبيعي بند دېوال نړولی.

هغه ویلي، یاد طبيعي بند د پنجشېر ولايت په پېشغور کلي کې و او دا اندېښنه هم وه چې نړېدل به يې د پنجشېر د سیند مخه ډب کړي او بل ناورین به رامنځته کړي، خو د هغه په وینا چې د سيند مخه نه ده ډب شوې.

ښاغلي حيدري زیاته کړې، اوس د مرستې او ژغورنې ډلې له خېمو او خوراکي توکو سره سيمې ته استول شوې، خو لا هم د پېښې له امله د اوښتو زیانونو کچه نه ده مشخصه شوې.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا پېښه د ځمکې ښویېدل بللي او وايي، په دې پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي هم دي.

د ارګ په وينا پاڼه کې راغلي، د افغانستان ولسمشر پوځي او ملکي چارواکو ته لارښوونه کړې چې ژر د ځمکې او هوا له لارې زیانمنو شوو کسانو ته مرستې ورسوي او هلته بند کسان هم وژغوري.

د افغانستان اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم ويلي چې پېښه د سېلابونو او د سیمې اوسېدونکو ته د زیان رسېد و لامل شوې او په پنجشېر سيند کې يې د اوبو کچه هم لوړه کړې.

افغانستان په وچه چاپېر هېواد دی چې د سخت ژمي او وچکاليو تر منځ پکې د زلزلې، ځمکې ښوېدنې، واورېژ، توپان او سېلاب په څېر طبيعي ناورينونه هم ډېر وي.

اټکلي شمېرې ښيي چې د ۱۹۷۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ له ۹ تر ۲۰ زره کسان په دغه هېواد کې د زلزلو له امله وژل شوي او سېلابونو هم له ۳۹۶ تر ۵۹۷ مېلیونه ډالرو پورې زیانونه اړولي او وچکاليو هم له ۶ تر ۹ مېلیونه کسان ته په دغو کلونو کې د سر او مال زیان اړولی.

Share this page to Telegram

Comments