پنجاب پر ډيورنډ کرښه نورې پوستې هم جوړوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پنجابي چارواکو ویلي، له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه یې د ۲۳۳ امنیتي پوستو کار بشپړ کړی او ډېر ژر به ۱۴۴ نورې پوستې هم جوړې کړي.
د افغانستان او پنجاب ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه شاخوا ۲۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې تر اوسه یې د امنیتي پوستو ترڅنګ پر ۵۰۰ بېلا بېلو برخو کې اغزن تار هم لګولی دی.
افغان حکومت لاس تر زنې ناست دی او یوازې ننداره کوي.
عام افغانانو بیا تل پر ډیورنډ فرضي کرښه له دېوال یا اغزن تار غځولو سره مخالفت کړی او په وینا یې هېڅکله به دغه کرښه په رسمیت ونه پېژني.
پنجاب غواړي په راتلونکو دوه کلونو کې پر نږدې ۸۰۰ کیلومتره نوره برخه هم اغزن تار و غځوي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments