پنجاب نور پښتانه ونیول

comments 0

4454 Views

هندوکش – پاکستان: راپورونه وایي، پنجاب حکومت د پښتون ژغورنې شاوخوا ۵۰ تنه نيولي دي.
ويل کيږي چې دا کسان يې د تيرې ورځې د لاريونونو په تور زندانونو ته اچولي دي.
په دغو نيول شويو کسانو کې شل يې پيژندل شوي چې فعال غړي دي او ۳۰ نور هم د روانو لاریونونو ګډونوال دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په نيول شويو کې ګلالۍ اسمعيل، عبدالله ننګيال او د هغه نږدې ملګری ادريس پښتون هم شامل دي.
ويل کيږي چې اسلام اباد کې ټول نيول شوي فعالان کوهسار په نوم زندان ته وړل شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غړي داسې مهال د پاکستان پوليسو له لوري نيول کيږي چې د ارمان لوڼي د وژل کيدو پر ضد په ټوله خيبر پښتونخوا کې لاريونونه دوام لري.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments