پنتاګون په قطر کې خپل بی – 52 ډولې جنګي الوتکې ځای پرځاې کړي دي

comments 0

7 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا هوایي ځواکونه وایي، B-52 بمبار کوونکې الوتکې چې ټاکل شوې د ایران د احتمالي گواښ د شنډولو لپاره د فارس خلیج ته ولیږل شي په قطر کې د امریکا هوایي اډې ته رسیدلې دي.
د امریکا د هوایي ځواکونو په وینا دغه ډول نورې الوتکې هم د اسیا په جنوب لویدیځ کې په یو ناڅرگند ځای کې ښکته شوې دي.
که څه هم چې ددغو الوتکو د ښکته کېدو ځای ندی اعلان شوی، خو د امریکا هوایي ځواکونو پخوا په قطر او عربي متحده اماراتو کې خپلو هوایي اډو ته د اسیا جنوب لویدیځ ټاکلی و.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ایران د گواښونو په غبرگون کې د ابراهام لینکلن الوتکې لیږدونکې بېړۍ د فارس خلیج ته استوي.
پر همدې مهال د ایران د تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو لوړپوړي قوماندان جنرال یادوالله جواني له خولې ویلي چې هیواد به یې د امریکا سره مذاکرات ونه کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments