پنتاګون:افغانستان کې د داعش ډلې مشر په یوه برید کې ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکایي ځواکونو په یو لړ تازه عملیاتو کې د داعش سختدریځې ډلې مشر ابو سید وژل شوی دې
نیویارک تایمز ورځپاڼې نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې ابو سید سه شنبې په ورځ په کونر ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې وژل شوې دې.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت ویلي دي چې ابوسید وژل کېدل به په افغانستان کې د داعش فعالیت له جدي خنډ سره مخامخ او د هغوې د فعالیت پراخیدو مخه به ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې داعش پر وړاندې فشار زیات شوې او افغان امنیتي او امریکایي پوځیانو په تیرو څو ورځو کې دداعش ډلې ډیر شمیر غړي یا نیولي یا وژلي دي.
یاده دې وي چې تېر کال په افغانستان کې د داعش پخوانی مشر حافظ سعید خان هم وژل شوې چې ترهګري فعالیتونه یې افغانستان کې ترسره کول.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *