پمپیو په مشروط ډول قطر ته ځي

comments 0

2 Views

هندوکش_امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره خبرې خورا پېچلي وضعیت ته رسیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له طالبانو سره روانې خبرې خورا پېچلې ګڼلي خو تمه یې ښودلې که هلته خبرې ښې پرمخ ولاړې شي نو په نږدې څو اونیو کې به قطر ته سفر وکړي.

امریکايي رسنیو د پامپیو له قوله لیکلي، قطر کې داسې ټیم دی چې اوس له طالبانو سره په خبرو بوخت دی تر څو داسې یو افغانستان ته لار ومومي چې هلته جګړه نه وي، د خلکو حقونه مراعات شي، او همداراز له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه شي.

پامپیو ویلي، افغانستان کې ستونزې خورا پېچلي دي او د روسیې په ګډون چین، پاکستان، هند په افغانستان کې ګټې لري چې نور یې هم وضعیت پيچلی کړی دی.

فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments