پمپیو: پاکستان سره په ګډه پر سم لور روان یو

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: امریکایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، مایک پمپیو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی پر سم لوري روان دي.
د رسنیو په لیکنه کې ویل شوې چې د مایک پمپیو په خبره ټول به د افغانستان د سولې په برخه کې د دوامداره پرمختګ شاهدان وي. هغه دغه راز ویلي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې، سولې او سوداګرۍ په برخه کې به په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې دوامداره پرمختګ رامنځ ته کېږي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان امریکا ته تللی دی او په دې سفر کې یې د امریکا له مهمو چارواکو سره کتلي دي. مایک پمپیو وايي چې دوی له پاکستان سره په ګډه پر سم لوري روان دي او ګڼ پرمختګونه به رامنځ ته شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments