پمپیو: ممکن له ټاکنو وړاندې سولې ته ورسیږو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: امریکا هیله لري چې تر راتلونکو دوه میاشتو به له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي.
تیره ورځ په یوه نا اعلان شوي سفر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې هم لیدلي دي.
پامپیو هیله ښودلې چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات یې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې پایلې ته ورسېږي چې ظاهراً له ولسمشریزو ټاکنو مخکې نېټه ده.
ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې راتلونکې شنبه په قطر کې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پرمرستې ټینګار کړی او له پاکستان یې بیا دعملي اقداماتو غوښتنه کړې.
پامپیو ویلي، دوی په واضحه توګه ویلي چې له افغانستان وځي، خو په وینا یې تر اوسه له طالبانو سره د ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړې ته نه یو رسیدلي.
په دې وروستیو کې طالبانو ویلي و، چې تمه لري امریکا په اووم پړاو خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments