پمپیو: د تاوتریخوالي ګراف به راکم شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: امریکا وایي، د ټرمپ د ادارې يوه موخه افغانستان کې سوله او ثبات دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو دغه خبره په نوي ډيلي کې له خپل هندي سيال اس. جې. شنکر سره په خبرو کې کړې ده.
پامپیو ویلي، فکر کوي هغه بريالي ماموريت ته اړتيا ده چې په افغانستان کې یې د پخلاينې لپاره پيل کړى، څو د تاوتريخوالي او هغه ګواښ کچه کمه شي چې افغانانو او امريکايي ځواکونو ته ورپېښ دى.
هغه ډاډ ښودلی چې ټول به د امريکا دوامدار فشار وګوري چې له امله به يې پخلاينه ترلاسه او ګواښ کم شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments