پمپیو: د اوږد مهاله سولې لپاره هڅه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي او د افغانستان په وضعیت یې خبرې ورسره کړي دي.
پامپیو په خپل ټوېټر لیکلي، په دغه لیدنه کې دواړو خواوو افغانستان کې د پوځیانو او ملکیانو په شتون او همدا راز د زلمي خلیلزاد ماموریت په تړاو خبرې کړې دي.
پامپیو ویلي، دوی له خپلو متحدینو سره هڅه کوي چې افغانستان کې اوږد مهاله سوله ټینګه شي.
دغه لیدنه داسې مهال کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازی سیمې ته په سفر بوخت دی.
د دې لیدنې په تړاو پمپیو نه دي ویلي چې چرته ترسره شوې ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments