پمپیو: تړمپ نه غواړي افغانستان یوځل بیا امریکا ته ګواښ رامنځته کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – آسترالیا: رسنیو سره په خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، ټرمپ په دې هڅه کې دی چې له ډپلوماټیکو لارو افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.
نوموړی چې اسټرالیا ته تللی دی په یوه خبري کنفرانس کې یې دغه راز ویلي، ټرمپ غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځلې بیا امریکا ته پر یو ګواښ نه بدلېږي.
هغه زیاته کړې، ټرمپ په خپله هم دا په وار وار څرګنده کړې ده چې دوی له سیاسي لارو هڅه کوي څو له افغانستانه د خپلو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو ایستلو ته زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، هېواد یې په دې باور دی چې افغان جګړه پوځي حل نه لري نو په کار ده چې په ټول قوت د دې جګړې پر سیاسي حل لارو تمرکز وشي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments