پمپو: طالبانو ماتې خوړلې ده

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سویلې اسیا او افغانستان لپاره د واشنګټن د ستراتېژۍ ارزونې لپاره د دوشنبې په ورځ کې ارګ کې له ولسمشر غني سره ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې ستراتېژۍ ښه پایله ورکړې او طالبان ته مالومه شوې چې د جګړې له لارې نه هدف ته رسېدای شي او نه هم بریا ترلاسه کولای شي.
هغه وویل د سیمې هېوادونو څخه یې ملموسه پایله ترلاسه کړې چې دوی ټول د سولې پروسې ملاتړکوي او دا یې درک کړې چې جګړه د حل لار نه ده.
مایک پمپیو وویل امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او دوی غواړي چې په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.
له دې سره ولسمشر غني هم د امریکا تګلاره بریالۍ وبلله، خو هیله یې وښوده چې دا ستراتېژۍ باید د پلي کېدو وړ وي.
ولسمشر باور وښود چې افغانستان به په ۲۰۲۴ کال کې ځان بسیاینې ته ورسیږي او په دې برخه کې زیات پرمختګ شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل دوی او متحدین یې د افغانستان د رڼو ټاکنو ملاتړ کوي او په دې برخه کې مرستې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments