پلخمري کي طالبانو ته درنه مرک ژوبله اوښتي

comments 0

7 Views

هندوکش-بغلان: امنیتي چارواکي وایي په پلخمري ښار کې یې پر طالبانو فشارونه ډېر کړي او دوی یې ماتي سره مخامخ کړي دي.
دوی وایي، چې طالبان د پلخمري ښار له درېیو برخو شاتګ ته اړ شوي او دمګړی ددغه ښار په سمنټ خانه نومې سیمه کې محاصره دي.
سرچینه زیاته وی امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندي لاس بری دي او طالبانو په بشپړتوکه ماته خوړلي ده
بل پلو په بغلان کې یو شمېر خبریالان وايي چې دلته تېره شپه شدیده جګړه تېره شوې او په خبره یې پر هغو سیمو سخت هوایي بریدونه هم وشول چې وسله وال طالبان پکې وو.
خبریالان وایي لا هم پلخمري ښار ته تللې لارې تړل شوې دي او جګړه روانه ده.
کورنیو چارو وزارت بیا د جګړې د کنټرول خبره کوي او په وینا یې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي. سرچینه کاږي چې په نښتو کې تر دې دمه ۲۱ طالبان وژل شوي، ۱۳ ټپیان دي او اته کسه ژوندي نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دی هکله څه نه دي ویلي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments