پلاستیک چاپيریال ککړ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، کابل ښار کې د ورځې له څلور ټنه زیات پلاستیک مصرفیږي چې هوایي ککړه کړې.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، افغانستان کې د ککړې هوا له امله د کال پنځوس زره کسان مړه کیږي.

د ځمکې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې ونمانځل شوه چې د سږ کال شعار یې د پلاستیک د استعمال کمول و.

کابل کې په دې تړاو جوړې شوې غونډه کې ټینګار وشو چې د چاپيریال په ساتنې کې د خلکو ونډه ضروري ده او پلاستیک دی چې چاپیریال ککړتیا یې څو چنده زیاته کړې.

د مالوماتو په اساس، هر کال په افغانستان کې د کال پنځوس زره کسان د ککړ چاپيریال له کبله مړه کیږي.

Share this page to Telegram

Comments