پلازمینه کابل کې زوروره چاودنه وشوه.

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت ته نژدې یوه زوروره چاودنه شوې چي ګن شمیر ملکي وګړي تپي او زخمیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې: «چاودنه د سهار په ۸ بجو او ۲۵ دقیقو د موټر پر مټ شوې ده چې له کبله یې افغان ملکي وګړي مړه او تپیان شوي دي».
په کابل کې ایمرجینسۍ روغتون ویلي دي چې «تر ۱۵۰ ډیر ټپیان دې روغتون ته وړل شوي دي. خو د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره معلومه نده ».
د افغانستان ځینو خبري رسنیو بیا پدې پيښه کې د لسګونو تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې « چاودنه د اوبو ټانکر پر مټ شوې ده او دومره زوروره وه چې تر ۳۰ ډیرې ملکي موټرې ویجاړې کړي دي. ».
د پژواک خبري اژانس هم پدې پيښه کې د ۵۰ تنو د وژل کیدو او د ۱۵۰ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply