پر کندز ولایت د طالبانو برید په شا وتمبول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: په کندز کې ځایي سرچینو هندوکش خبري ویب پاڼې ته ویلي چې، تيره شپه طالبانو د کندز پر مرکز له څلورو خواوو بريدونه پیل کړي چې له امله یې د یادې ډلې برید په شا وهل شوې دې.
د ځایي سرچینو په وینا، طالبانو د کندز پر مرکز (د خان اباد بندر، امام صاحب بندر، ذاخيلو او کابل بندر) له خواوو بريدونه پيل کړي دي.
امنیتي او دفاعي سرچینې وایي چې، په ځوابي برید کې د طالب وسله والې ډلې ګن شمیر کسان وژل شوي او زیادې ټپیان هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې هم طالبانو دوه ځل پر کندز برید کرې چې د حکومتي چارواکو په ځوابي بریدونو کې ګن شمیر کسان یې وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments