پر کلیوالو د طالبانو بل ظلم/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو چې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې، اوس یې داسې پست کارونو ته لاس اچولی چې انسانیت پرې شرمیږي، طالب د جهاد او مبارزې په نوم خلک جذبوي، خو کارونه یې داسې شروع کړي چې ځناور ورته حیران دي چې د انسان په جامه کې څنګه یوه ډله داسې وحشي کارونه کوي.

طالب چې اوس له جګړې لویدلی دی، ښوونځي سوځوي او له دې لارې هڅه کوي چې کلیوال تر فشار لاندې ونیسي.

د ښوونځیو سوځول

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په لوګر او ننګرهار کې څلور ښوونځي سوځولي دي.

طالبان لومړی د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د ایمل خان بابا لیسه وسوځوله، بیا د مومندرې اړوند باسوول کې لیسه وسوځوله، بیا یې د لوګر په چرخ ولسوالۍ کې لیسه وسوځوله او وروستۍ هغه یې د مومندرې په غزګي کې لیسه وسوځوله چې د ولسونو له پراخو غبرګونونه سره مخ وه.

طالبانو په لوګر کې ځکه لیسه وسوځوله چې هلته پر طالبانو  ځانګړو ځواکونو عملیات کړي او سرکرده مشران یې وژل شوي او نیول شوي دي، طالبان يې په غبرګون کې ښوونځی وسوځو او خبرداری یې ورکړ، که بیا ځانګړي ځواکونه په څرخ ولسوالۍ کې عملیات وکړي دوی به نور ښوونځي هم وسوځوي.

دا طالبانو د جګړې وروستی حد دی چې په هیڅ دین او مذهب کې دا ډول غچ نشته چې کله په جګړه کې ماتې وخورې او بیا ټولګټې پروژې زیانمنوي او عامه ځایونو ته زیان رسوې، داسې عامه ځایونه چې د ولسونو د رڼا لپاره کار کوي.

که څه هم طالبانو په ښکاره په اعلامیو کې د ښوونځیو سوځول رد کړي، خو ځايي طالبانو بیا خلکو ته ویلي چې دولت ته دې ووايي چې عملیات دې نه کوي، دوی به ښوونځي نه سوځوي.

که طالبانو هر څومره په ښکاره رد کړي چې دوی ښوونځي نه سوځوي، خو هغه سیمو کې ښوونځي سوځول کیږي، چرته چې طالب واکمن وي، ولې په هغو سیمو کې ښوونځي نه سوځول کیږي چې افغان دولت پکې حاکمیت ولري.

د ننګرهار په مومندره کې هم ښوونځی طالبانو لپاره سوځول شوي خو په ښکاره یې د دې مسوولیت نه دی منلی، هلته ځايي خلکو ته ویل شوي چې له دولت سره همکاري پرییږدي او خپل اولادونه د زده کړو پرځای له طالبانو سره یو ځای کړي چې د دولت ضد جګړه وکړي.

د مومندرې خلکو له طالبانو سره دا خبره نه ده منلې او طالبانو یې په غبرګون کې ورته ښوونځي وسوځول او لا هم کار کوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې ښوونځي وسوځوي.

طالب پوهیږي چې کله ښوونځي ته زده کوونکي لاړ شي او درس ووايي، بیا هیڅکله د وطن د ورانولو لپاره کار نه کوي، نو طالب کار کوي چې خلک له زده کړو محروم کړي او کله چې بې سواده وي، بیا پرې د دوی خبرې ښه اغیز لري او هر کله یې د ځان په ګټه کارولی شي.

طالبانو په لیکو کې اکثریت یا ټول بې سواده خلک دي چې نه د وطن په مینه پوهیږي او نه هم د پرمختګ فکر لري، هغه په تیارو کې لوی شوي ځوانان جذبوي او بیا چې هره خبره ورته کوي، همغسې یې مني.

طالبان ځکه د پوهنې دښمنان دي چې که یو ځوان پوهه ولري، هیڅکله پرې د طالب دم نه چلیږي او نه هم د طالب په لیکو کې جذبیږي، اوس چې د بل هر وخت په پرتله له طالب کرکه زیاته شوې، طالب کار کوي چې خلک په زور خپلې خواته جذب کړي.

طالب د ښوونځیو په سوځولو سره غواړي دولت د خلکو تر سوال لاندې راولي چې ولې یې ښوونځي سوځول کیږي، خو په دې عمل سره طالب خپله ترسوال لاندې دی چې ولې د پوهنې مرکزونه سوځوي، ولې د رڼا شمعې مړې کوي چې د خلکو راتلونکی په تیاره کې شي.

د طالبانو د مختوری ورځې نږدي شوي او اوس یې هغه زهر نه چلیږي چې په فریبانه تبلیغاتو به یې خلک خپلو لیکو ته جذبول.

 

Share this page to Telegram

Comments