پر کابل ښار یو ځل بیا طالبانو غوښتل چې تېرې ورځې ته ورته توغندیز برید وکړي، مخه يې نېول شوې

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په کابل ښار یې د توغندیز بریدونو مخه نیولې ده.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د پغمان ولسوالۍ په قلعه قاضي سیمه کې یې څلور د بي ام یو توغندي مرمۍ کشف کړي دي.
سرچینه وايي، د دغه توغندیو په نیولو سره یې په کابل ښار د توغندیز برید مخنیوی کړی دی.
دفاع وزارت خبرپاڼه کې ندي ویل شوي چې د نیول شویو مرمیو په تړاو یې څوک نیولي دي او کنه؟
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پر کابل ښار ۲۳ توغندي وتوغول شول او په له کبله یې ۱۰ تنو ژوند وبایله او شاوخوا ۵۱ نور ټپیان شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments