پر کابل پوهنتون د برید نیول شوي عاملین اعدامېږي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د حکومت رهبرۍ عدلي او قضایي ارګانونو ته یو وار بیا امر کړی چې پر کابل پوهنتون د برید د نیول شویو عاملینو دوسیې په چټکۍ نهایي کړي، ترڅو اعدام شي او د قربانیانو له کورنیو سره عدالت وشي.
استخباراتي ارګانونو تر اوسه پر کابل پوهنتون برید کې مخامخ ښکېل درې تنه نیولي چې بریدکوونکو ته یې زمینه مساعده کړې او هغوی ته یې کوردینات کړي وو.
پرون ماښام د اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې، ولسمشر غني ته پر کابل پوهنتون د برید قضیې د انکشافاتو د راپور وړاندې کولو پرمهال، ولسمشر غني قضایي ارګانونو ته امر کړی چې د عاملینو قضیې ژر تر ژره نهایي کړي، ترڅو په هغوی اشد مجازات (اعدام) سزا تطبیق شي او د قربانیانو کورنیو سره عدالت وشي.
دغه راز سیحون معلومات ترلاسه کړي چې په لوړه کچه د هیواد په امنیتي او رهبرۍ غونډو کې دغه موضوع په جدیت څارل کېږي او په کې انکشافات د هیواد په نورو مهمو تعلیمي او ښوونیزو مرکزونو د ورته بریدونو په مخنیوي کې ګټور تمام شوي دي.
پر کابل پوهنتون برید کې شاوخوا نږدې دېرش محصلین ووژل شول او استخباراتو د برید په تړاوو د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی چې په وینا یې، په دې قضیه کې مخامخ ښکېل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments