پر ډیورنډ کرښه د افغان ځواکونو پآکستاني پوځ نښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – پښتونخواه: د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې.
افغان چارواکو ویلي، د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې دواړو غاړو ان درنې وسلې کارولي دي.
د کندهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي غړي قسیم افغان ویلي، وسلوالو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ، چې وروسته پاکستاني ځواکونو هم د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
قسیم افغان ویلي، په نښته کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
پاکستاني پوځ تل ډیورنډ کرښه باندې سرغړونې کړي، خو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments