پر پاکستان ریاست د پښتون غورځنګ نیوکه

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستان ته ویلي، که هندی پیلوټ خوشې کوی شي، نو ۳۲ زره پښتانه دې هم خوشې کړي.
د پښتون ژغورنې ډلې مشر منظور پښتون ویلي، که عمران خان هندی پیلوټ خوشې کوی شي، نو ۳۲ زره پښتانه چې زندانونو کې له نامالوم برخلیک سره مخ دي هم خوشې کړي.
دغه غورځنګ پاکستان کې د زرګونه لادرکه پښتنو د ارام ژوند لپاره مبارزه پیل کړې، خو د پآکستان ادارې ورته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.
پاکستان د جمعې په ورځ ناوخته ماښام مهال هغه هندي پیلوټ بیرته هند ته وسپاره چې دوی نیولی و.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments