پر پاکستان برید د سولې خبرې زیانمنوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تیره ورځ ناوخته ماښام مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، هند په دې برید سره د سویلي اسیا سولې او ثبات ته ګواښ پېښ کړی.
قریشي خپل امریکایي سیال مایک پومپیو ته پر تیلیفون ویلي، د پاکستان پر خاوره د هند برید به په افغانستان کې د سولې په تړاو د طالبانو او امریکایانو روانې خبرې اغېزمنې کړي.
تر اوسه مالومه نه ده چې امریکایي لوري د قریشي په ځواب کې څه ویلي، خو قریشي د هند د برید په تړاو د نړۍ له ګڼ شمېر مشرانو او چارواکو سره خبرې کړي.
تر دې وړاندې تېره اونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله هم ورته څرګندونې کړې وې.
هغه مهال افغان حکومت د پاکستاني سفیر دا څرګندونې غندلې وې او هغه یې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی و او رسمي اعتراض لیک یې ورسپارلی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments