پر ولسواکۍ د طالبانو برید / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د ولسمشریزه ټاکنو لپاره کمپاینونه پيل شول او طالبانو لومړۍ ورځ د خلکو په وینو سره کړه، افغانان چې اوس په ولسواکۍ باور لري او د دې لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي، هڅه کوي چې دا ولسواکې پياوړې کړي او له دې لارې په خپله رای باندې خپله مشر وټاکي.
خو طالبان چې د ولسواکۍ اصلي دښمنان دي، کلونه یې خلک د ولسواکۍ قرباني کړل او اجازه یې ورنه کړه چې خلک په ارامه باندې ولسمشرۍ، پارلمان او ولایتي شورا ته خپل وکیلان وټاکي.
له دې ټولو ګواښونو او ننګونو سره سره افغانان طالبانو ته نه دي تسلیم شوي او هر ځل انتخاباتو کې په پراخه کچه ګډون کوي، طالبان نه دي توانیدلي چې په ټوله کې د خلکو مخه ونیسي چې رای وکاروي، خو دومره یې کړي چې خلک یې په ګواښونو او چاودنو باندې قرباني کړي او ډارولي دي.
طالبان له اصل نه په ولسواکۍ باور نه لري او د دیکتاتورۍ د نظام پلوي دي چې هر څه هر کله وغواړي، ترسره یې کړی، خو افغانان اوس د دیکتاتورانو نظام نه غواړي.
تاسو ولید چې د ولسمشریزو انتخاباتو په لومړۍ ورځ د اسد په شپږمه نيټه طالبانو کابل کې د دولت ساز ټاکنیزو دفتر په نښه کړ او په دې دفتر کې یې ۱۶ کسان شهیدان کړل او له ۵۰ زیات نور یې ټپيآن کړل.
دا په خپل ډول کې نه لومړۍ او نه وروستی برید دی چې کیږي، تر دې وړاندې هم ورته بریدونه شوي او د دې کمپاینونو پرمهال به هم وسله وال هڅه کوي چې دا ډول بریدونه وکړي.
خو له نیکه مرغه چې افغانان له دې ډول بریدونو نه ډاریږي، ځکه پوهیږي چې دا بریدونه د هېواد او خاورې دښمنان کوی چې افغانان له ولسواکۍ راوګرځوي.
افغانان په ټاکنو او ولسواکۍ باور لري او په دې برخه کې هیچا ته نه تسلمیږي چې دیکتاتورۍ نظام پرې بیا حاکم کړي.
د طالبانو د ظلم دا وروستی حد دی چې کوي یې، هیڅ ځای کې په ملکي وګړو رحم نه کوي او هر ځای یې چې زیات کسان ګیر کړل، برید پرې کوي.
طالبان بیا د دې ډول بریدونو مسوولیت ځکه نه مني چې په کور دننه یې پروړاندې کرکې نورې زیاتې نه شي، هسې هم طالبانو پروړاندې د خلکو کرکه زیاته ده، خو دا ډول بریدونه کولی شي چې نور یې هم منفور کړی.
افغان ځواکونه به په ټول توان هڅه کوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو امنیت وساتي، خو طالب ډير پست دی، د ښځو په جامه کې او دغه راز له ماشومانو ګټه اخلي چې ځانمرګي بریدونو کې یې وکاروي.

Share this page to Telegram

Comments