پر وخت د امریکايي ځواکونو نه وتو په تړاو د طالبانو خبرداری

comments 0

11 Views

هندوکش ــ ایران: د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال، ملا عبدالغني برادر خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه پروخت له افغانستانه ونه وځي، نو دوی به اړینې پرېکړې وکړي.
ملابرادر د ایراني رسنۍ، تسنیم سره خبرو کې ویلي دي راتلونکي احتمالي حکومت کې د ولسمشر غني او د مخالفو د افغانانو ترمنځ د خبرو مخالفانو ونډې په تړاو ویلي دي چې هوکړې ته له رسېدو وروسته هېواد ته خدمت د ټولو خلکو حق دی.
ملابرادر په داسې حال کې له افغانستانه پر وخت د امریکايي ځواکونو نه وتو په تړاو خبرداری ورکوي، چې یاد هېواد افغانستان کې له څلورو پوځي اډو د امریکايي ځواکونو وتل تاييد کړي دي.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ ویلي وو چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد قطر، افغانستان، پاکستان، بلغاریا او ناروې ته د سفر تازه دور پیل کړی دی.
یاد بنسټ زیاته کړې چې خلیلزاد دغه سفر شنبې پیل کړی او په ترڅ کې به یې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو، د تاوتریخوالي کمښت او د بندیانو ازادولو بهیر مخې ته د پرتو خنډونو پر لیري کولو به ټینګار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا پر طالبانو انتقاد کړی چې قطر کې د سولې شوې هوکړې ته ژمنیتیا نلري او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments