پر هویت د طالبانو برید / نوید احمدڅرک

comments 0

0 Views

طالبانو بلاخره د خپل وحشت لاس تر ملي هویت ورسو او د ننګرهار مرکز جلال اباد کې یې د برښنایي تذکرو د ویش په مرکز برید وکړ، طالبانو تراوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی، ځکه قربانیان یې ملکي وګړي او هغه کسان دي چې تذکرو مرکز ته یې مراجعه کړې وه.
په دې برید کې د قربانیانو شمېره بریدګرو سره یو ډول ده، یانې څلور بریدګرو څلور نور کسان شهیدان کړي او دا د افغان ځواکونو میړانه وه چې په وخت یې اقدام وکړ او طالب ترهګرو ته یې اجازه ور نه کړه چې زیات افغانان د خپلو شومو موخو لپاره قرباني کړي.
طالبان یواځې د هغو بریدونو مسوولیت اخلي چې د خلکو مخ نه کم ور اوړي، د داسې بریدونو مسوولیت بیا نه مني چې د زیاتو خلکو ته مخ ورته اوړي او په کور دننه او نړۍ کې په متفق ډول ملامت کیږي.
طالبان چې د وحشت لپاره راپورته شوې ډله ده هر ځای او هر کله چې وغواړي خپل وحشت ښودلی شي او ملکي وګړي په نښه کولی شي، خو افغان ځواکونه یې پروړاندې اوس داسې چمتو دي چې لږ وخت کې د دې ډلې د یو کال پلان له منځه وړلی شي.
که طالبان بیخي دا ډول بریدونه نه کوي هم پکې ملامت دي، دا ځکه چې طالبان دې چې نورو ترهګرو ډلو، مافیا او جنایي مجرمینو ته یې بستر برابر کړی دی، طالبان په دې ډول بریدونو سره غواړي وضعیت ګډوډ وښيي او پر افغان حکومت د خلکو نیوکې راوپاروي.
له نیکه مرغه به ووایو چې د جلال اباد په برید کې افغان ځواکونو له میړانې سره یو ځآی تلفات کم و، ځکه څومره چې برید لوی و، تلفات هغومره نه و او څلور بریدګر د ځانګړو ځواکونو له لوري په احتیاطي عملیاتو کې شپږ ساعتونو کې له منځه لاړل.
عملیات ځکه اوږده شول چې ترهګرو ځان سره ملکي خلک او ملکي مامورین یرغمل کړي و او تر څنګ یې شاخوا سیمو کې د ملکي وګړو استوګنځایونه و چې نباید زیان ور اووښتی وی.
طالبان او نورې ترهګرې ډلې ځکه اوس په دې دول بریدونو سره هدف ته نه شي رسیدلی چې اوس د خلکو درک، برداشت او فکر ډیر ښه دی او ژر فریب نه خوري چې د دښمن په توطیو باندې تیر وځي.
افغانان که څه هم د طالب ترهګرو له لوري هره ورځ قرباني کیږي او ژوند یې ورته له ګواښونو ډک کړی، خو تر څنګ یې افغانان په خپلو ځواکونو باور لري چې یوه ورځ به دا ترهګرې ډلې ماتې خوري او افغانستان به د تلپاتې ثبات لامل کیږي.
افغان ځواکونو اوس د هر ډول بریدونو د مخنیوي او دفع کولو توان پيدا کړی او که ترهګر هر څومره بریدونه پيچلي کړی، بیا هم افغان ځواکونه توانیږي چې ترهګر په لږه شیبه کې له منځه یوسي.
د افغان ځواکونو د عملیاتو کار یواځې دې سخت کړی چې ترهګر د ملکي خلکو منځ کې ځای نیسي، هر برید سیمه کې ملکي وګړي او ملکي مامورین یرغمل نیسي او په همدې سره جګړه اوږدیږي او ترهګر خپل وحشت نندارې ته وړاندې کوي.
ترهګر به ماتې خوري او بریا به افغانانو او افغان ځواکونو وي، په تمه شې او په خپلو ځواکونو باور ولرئ.

Share this page to Telegram

Comments