پر ناړی بیا پاکستان بریدونه پيل کړي

comments 0

21 Views

هندوکش – کونړ: له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کونړ پر ناړۍ ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې وسله وال بریدونه روان دي
د دې ولایت د ولایتي شورا مشر ولایت خان مشواڼي وویل، دا بریدونه د لشکر طیبې وسله والې ډلې کړي، چې د پاکستانیو جنرالانو له لوري قومانده ورکول کېږي.
دی وايي، د لشکرطیبې وسله والې ډلې شاوخوا دوه نیم سوه وسله وال د ناړۍ او خیبرپښتونخوا تر منځ پر ډیورنډ کرښې پرتې بزه ګل نومي سیمې ته راغلي او له هغه ځایه د ناړۍ په بېلابېلو سیمو د توپونو، نښه ویشتونکیو ټوپکو او دهشکي ډزې کوي.
ختیځ کې د سرحدي لوا ویاند ادریس مومند نه مني، چې ګوندې پر ناړۍ دې وسله وال بریدونه شوي وي؛ خو مني، چې له ډیورنډ کرښې له هغې غاړې وخت ناوخت د توپ ډزې کېږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments