پر ملکي وګړو د طالبانو برید / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د دوشنبې په ورځ د طالبانو هغه ماین پر ملکي وګړو چاودلی د سړک غاړې کې یې ځای په ځای کړی و، په دې برید کې ۱۱ ښځې او ماشومان شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.
د مالوماتو له مخې، چاودنه په هغې مازدا موټر شوې چې له هلمند څخه کندهار ته د شاه اغا زیارت ته په لار و، چاودنه د خاکریز ولسوالۍ اړوند درزاب سیمه کې شوې چې قربانیان یې ماشومان او میرمنې دي.
دا سیمه کې طالبان فعالیت کوي او د دې سړک په اوږدو کې طالبانو زیات ماینونه د افغان ځواکونو لپاره ځای په ځای کړي دي.
طالبان له کلونو راهیسې د جګړې تمرکز په ماینونو او ځانمرګو بریدونو لري چې په دې چاودنو او بریدونو کې زیات قربانیان ملکي وګړي دي.
طالبان یې دې کیسه کې نه دي چې ددوی ماین کې څوک قرباني کیږي، طالبان یواځې هڅه کوي چې داسې پيښې وکړي چې رسنۍ پرې خبرې وکړي او د دوی وحشت کیسې وکړي.
که طالبان په دې ډول بریدونو کې ځینې لوی هدفونه لري چې بهرنیو هېوادونو ورته ویلي، خو تاوان یې هم کړی دی، د طالبانو په دې ډول بریدونو سره د طالبانو پروړاندې د خلکو کرکه زیاته شوې او دا ډله یې د یو وحشي ډلې په ډلو کې حساب کړې ده.
تاسو به د خاکریز د چاودنې ویډیو لیدلي وې چې ټول قربانیان ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.
د کندهار میرویس روغتون کې د ښځو او ماشومانو چیغې له سړي روح اخلي، نارامه کوي یې او دې ویډیو ته په کتلو سړی فکر کوي چې له طالبانو بیخي انسانیت تللی دی، له دې ډلې خو اسلامیت پخوا تللی و خو اوس د انسانیت له دایرې هم بیرون ښکاري.
دا به د طالبانو نه لومړنۍ چاودنه وي او نه به وروستۍ وي، طالبان مخامخ جګړه نه شي کولی او هڅه کوي د جګړې اړخ بدل کړي، داسې بدل چې که ملکي وګړي یې قرباني هم وي، خو دوی باید بریدونه وکړي او نړۍ خبر شي چې افغانستان کې وضعیت ګډ وډ دی.
وروستیو کلونو کې د سړک غاړې ماین چاودنې کمې شوې وې خو وروستۍ چاودنه چې خاکریز کې وشوه په خپل ډول کې نوې او ډيره دردوونکی وه چې قرباني یې ښځې او ماشومان دی.
دا ډول بریدونه طالبان د خپلو بادارانو په دستور کوي، دا چې د دې بریدونو تاوان په لویه کې افغاني ټولنې او افغانستان ته څومره دی، ټول پرې پوهیږي چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې او له بلې خوا طالبان داسې بریدونه کوي چې ملکي وګړی پکې قرباني شي.
طالبان به هڅه وکړي چې د سولې خبرې تر دې نورې هم سبوتاژ کړي، ځکه د طالبانو ځينې ډلې د یو هېواد او ځینې نور یې د بل هېواد لپاره کار کوي چې هر یو یې د جګړې خپله شیوه او تګلاره لري.
د طالبانو ځینې ډلې سوله غواړي خو ځینې نورې بیا چې جګړه کې یې ګټې دي، هڅه کوي چې د جګړې دوام تر کلونو شي او د دوی ګټې پکې خوندی شي.
همدا اندیښني له ټولو افغانانو سره دي چې که طالبان سوله کوي، ټولې ډلې به سولې پروسې سره یو ځآی کیږي، که به یې ځینې جګړې ته مخه کوي، که طالبانو سره د سولې په خبرو جګړه نه بس کیږي، نو بیا سوله هیڅ مانا نه لري.

Share this page to Telegram

Comments