پر ملکي وګړو د برید تر شا هدف / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

کلونه کیږي افغانستان کې د طالب پروژيي جګړه له افغانانو قربانی اخلي، افغانستان کې د طالبانو فعالیت دې ته زمینه برابره کړې چې د نړۍ له هر ګوډ څخه ترهګر راشي او افغانستان کې د پردیو ګټو لپاره افغانان قرباني کړي.
طالبان هر ځل بریدونو کې هڅه کوي چې له مسولیت ځان خلاص کړي، خو طالبان د هر برید مسوول دی، ځکه همدوی چې اوبه یې خړې کړي او هر څوک کولی شي، ماهیان پکې ونیسي.
له طالبانو وروسته داعش ډله څنګه رامنځ ته شوه، ټولو ته ښکاره ده چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې چې افغان ځواکونه پکې نه و، داعش له خلا ګټه پورته کړه او فعالیت یې پيل کړ.
همدا ډله اوس له طالبانو سره یو ځای افغانان قتلوي او د پردیو ګټې په افغانستان کې تعقیبوي.
کله دا ډلې هڅه کوي قومي تفرقو ته لمن ووهي، کله سمتي او کله ژبني، تاسو ولیدل چې کلونه د سنیانو تر څنګ شیعه مذهبي په نښه کیږي او تر ډيره دې بریدونو کې قربانیان ملکي وګړي دي.
د دې تر څنګ هڅه دا وي چې څنګه کیدلی شي مذهبي جګړې او تفرقې رامنځ ته کړي خو افغان ځواکونه او افغانان اوس له نیکه مرغه د بهرنیانو په شومو اهدافو خبر دي او اجازه نه ورکوي چې څوک یې په یو او بل نوم وویشي.
پر شیعه ګانو له برید سره سم ځینې پردي پال او بهرني استخبارات هڅه کوي دې ډول بریدونو ته مذهبي رنګ ورکړي چې ګنې سني په شیعه برید کوي، دغه راز په سنیانو د برید پر مهال هڅه کیږي چې نور اړخونه یې راوسپړي او په دې سره خلک د حکومت پرضد وپاروي او افغانان له یو بل سره وران کړي او یووالي یې له منځه یوسي.
ایران او پاکستان چې د افغانانو ازلي دښمنان دي، په کور دننه ځینې جاسوسې کړۍ ورسره همکاري کوي او په ګډه افغانستان کې داسې ګټې تعقیبوي چې سلګونه او زرګونه افغانان یې قربانیان دي.
جالبه دا ده چې دې ډول بریدونو کې طالبان هڅه کوي چې ځانونه سپین وښيي خو ورته بریدونو مسوولیت یې بیا ډیر کله منلی دی، تاسو ولیدل چې تر دې وړاندې یې یو هوټل کې پر دیني علماوو برید وکړ چې زیات شمېر علماء یې شهیدان او ټپيآن کړل.
تاسو په یاد کړئ چې د زنبق څلور لارې برید، د جمهوریت روغتون برید، د شاه شهید برید او وروستی هغه یې د کابل شپږمه امنیتي حوزه باندې برید چې هر یو کې تر پنځه سوه کسان مړه او ټپيآن شول د دې ټولو مسوولیت طالبانو اخیستی دی.
ایا په دې بریدونو کې شهیدان شوي او ټپيآن نظامیان و، ایا بهرنیان یې قربانیان و، ایا دولتي کارمندان یې قربانیان و، خو ښکاره خبره ده چې ټول قربانیان ملکي وګړي و خو دا چې طالبان یې مسوولیت ومنه نو بیا ولې شهر دوبی هوټل کې د برید مسوولیت نه مني.
که طالبان دا و نه مني او یا داسې و انګیرو چې دا برید طالبانو نه دی کړی، خو دا خو په ډاګه ده چې دې ترهګرو ته هم طالبانو زمینه برابره کړې.

Share this page to Telegram

Comments