پر ملکي وګړو بریدونه د طالبانو پروړاندې کرکه زیاتوي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د سولې اصلي ځای د افغانستان د خلکو زړونه دي او هغوی چې د افغانستان د خلکو په زړونو کې ځای ونه نیسي، د دې ملت د عزت او اعتبار لامل نشي ګرځېدای.

امنیتي او دفاعي ادارو د قوي همغږۍ په رامنځته کولو او ګټورو اقداماتو سره د دښمنانو د بریدونو دوه دورې په قاطع ډول دفع کړي او هغه مینه او لېوالتیا چې له خلکو او دې پاکې خاورې سره یې لري، د طالبانو بریدونه به پرې تاثیر و نه لري.

یوه کلیدي نقطه چې زموږ د امنیتي ځواکونو او ټولو ملکي ادارو په اړه مطرح ده، د ټاکنو امنیت او پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدل دي.

د ټاکنو په اړه دې هېڅ شک او شبهه نه وي، ټاکنې به په خپل وخت کیږي او دا د افغان ځواکونو او افغان حکومت ملي دنده ده، قانوني وجیبه او اخلاقي ژمنتیا ده.

په همدې اساس، ټولو مسوولو ادارو ته لارښوونه شوې چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي او په ټاکلې نیټه شفافو او سرتاسري ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

د ټاکنو د لګښت لپاره بین المللي منابع برابرې دي او دا لومړیتوب دی چې کمېسیون لپاره بودجه او امنیت برابر شي، حکومت په دې برخه کې ژمن دی،، دا واضح ضرورت دی، هره مالي ستونزه چې موجوده وي، پر وخت به ورته توجه وشي او په اساسي ډول به ورته پاملرنه وشي.

سوله او ټاکنې د یو بل متمم دي، خو د یو بل بدیل نه دي. د سولې هغه لارنقشه چې د افغانستان د سولې تاریخي لویې جرګې ټاکلې او ټول هغه اقدامات چې حکومت ترسره کړي او د بهرني سیاست له اړخه یې چې په تېرو دوو میاشتو کې د حکومت عمده وخت نیولی، له دې امله وو چې حکومت وکولای شي تر جګړې د سولې لپاره لوی اتحاد جوړ کړي او دا کار ترلاس لاندې دی.

د ولسمشر غني سفرونه سعودي عربستان، شانګهای کنفرانس، انګلستان او په ځانګړي ډول پاکستان ته، ټولو زمینه برابره کړه چې حکومت ثابته کړي چې افغانستان یو قانونمند نظام لري او په اساسي قانون او ولسواکۍ متکي دی.

د افغان حکومت دریځ په ځانګړي ډول د ګاونډیانو پر وړاندې نه د کمزورۍ او نه هم د تکبر له امله دی. تکبر او همداراز کمزوري په سیاست کې ځای نه لري. د حکومت د سم سیاست او پریکړو له برکته افغانستان نن په وچه کې ایسار هېواد نه دی، داسې افغانستان دی چې د سیمې په څلور لارې د بدلېدو په حال کې دی او که په یووالي او اتفاق کار وکړو، نو انشاء الله و تعالی وبه یې وینئ چې د سیمې د انکشاف کیلي به د افغانستان د راتلونکو نسلونو په لاس کې وي.

افغانستان له هر اړخه تیار شوي چې یو کلیدي رول ولوبي او کله چې له ګاونډیانو سره نه یوازې روغه غواړو او جګړه نه غواړو، بلکې اساسي همکاري هم غواړو، هیله ده هغه طرحې چې افغان دولت وړاندې کړې دي، د دې ښودونکې واؤسي چې موږ نه یوازې د خپلې هوساینې فکر کوو، بلکې د سیمې د هوساینې لپاره هم فکر کوو او یوه اساسي لاره په مخکې لرو.تل

Share this page to Telegram

Comments