هندوکش – کندهار: د کندهار معروف ولسوالۍ باندې د طالبانو د هغه پلانو شوي موټر بم مخه ونیول شوه چې غوښتل یې ولسوالي له منځه یوسي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتۍ مسوول مطیع الله هلال وايي، تېره شپه اته نیمې بجې څلورو وسله والو چې د یوه یې د چادېدونکو توکو واسکټ هم په تن و، د ولسوالۍ په ودانۍ یې د هاموې موټر په واسطه برید کاوه چې له وړاندې په نښه شوی دی.
د هلال په خبره دغه کسان د امنيتي ځواکونو له لوري له مخکې پيژندل شوي او برید ورباندې شوی، چې په پایله کې یې څلور واړه بریدکوونکي وژل شوي او هاموې موټر هم له منځه وړل شوی دی.
وروسته له هغې چې کندهار کې د هاموې موټر په واسطه وروستی برید وشو، اوس افغان ځواکونه د دې ډول بریدونو پروړاندې بیداره دي.
ننګیالۍ کوهنورد
پر معروف ولسوالۍ د موټر بم برید مخه ونيول شوه

Leave a Reply