پر غزني د طالبانو يرغل د امارت څېره رسوا کړه/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبي جګړه مارانو د غزني پر ښار له درو ورځنيو وحشي بريدونو وروسته خپله تګلاره او اصلي هدف څرګند کړ. په سلګونه وسلوال جګړه مارن چې پاکستان يې د جګړې او بريدونو پلان ور جوړ کړی و، بر غزني ور واوښتل، د افغان وطن، پر ناموس، عزت، او قلمرو يې يرغل وکړ. طالبانو د خپلې دې وحشي جګړې په جريان کې سل ودانۍ په اورونو کې لولپه کړې. ۲۰۰ ولسي وګړو ته يې درنه مرګژوبله واړوله.
ټول ښار يې په وحشت او بربريت ولاړه. پر غزني د انګرېزانو او چنګېزيانو د بريدونو دوره يې يوار بيا را تازه کړه. يوار بيا يې غزنی وسوځاوه. يوار بيا يې په غزني کې مسجدونه بند کړل، اذانونه يې بند کړل، لارې ورانې کړې، سړکونه يې ويجاړ کړل، له خلکو يې سينې راوويستې. په ښځو او ماشومانو ډک کورونه يې د جګړې په سنګرونو بدل کړل. يوار بيا د اسلامي نړۍ د تمدن پلازمېنه په وينو ککړ کړ، او يوار بيا يې بشرين ناورين رامنځته کړه.
۱۶کاله کېږي طالبان د جهاد تر عنوان لاندې دغسې جګړه کوي. دوئ وايي: په افغانستان کې د يوه اسلامي او شرعي نظام د حاکميېدو لپاره جنګېږي. د شريعت د نافذېدو، او د اسلامي نظام د راوستو په نوم يې په زرګونه هېواوال ووژل. د اسلام په تاريخ کې داسې ظلم نه چې طالب ور اضافه کړ. کومه يې درته وکړم، له کومې يوې يې درته وژاړم. د کوم وحشت نمونه يې درته وړاندې کړم، د کوم ظلم بيان يې درته وکړم؟
اسلامي نظام مانا داسې چې د خلکو مال پکې خوندي وي. د چا حقوق تر پښو لاندې نه وي. کس په کس کار نلري. خلک يو بل نه سره وژني. ښځې او ماشومان نه وژل کېږي. مسجدونه نه شيهدانېږي. ښارونه نه سوځول کېږي. کوڅې په ماينونو نه فرشېږي. مکاتب، او عامه تاسيسات نه ورانېږي. لنډه يې دا چې هيڅ جبر او ظلم موجود نه وي. مګر تاسې ګورئ طالبان د څه ډول شريعت او څه ډول اسلامي نظام لپاره جنګېږي؟ دوئ څنګه اسلامي نظام غواړي او کوم شريعت راولي؟
ايا دا چې په غزني کې يې نندارې ته وړاندې کړ دا يې اسلامي نظام و؟ فرض کړئ، طالبانو غزنی ونيو. هلته يې حاکميت درلود. خلک يې ولې وژل؟ ښار يې ولې سوځاوه؟ د خلکو کورونو ته ولې ور اوښتل؟ هټۍ يې ولې سوځلې؟ مسجدونه يې ولې شهيدانول؟ د خلکو له کورونو يې د جګړې سنګرونه ولې جوړول؟ که طالبان د شريعي نظام د حاکميت لپاره پر غزني ور اوښتي وي، هلته يې د شريعت د نافذېدو لپاره جګړه کړې وي، بيا نو شرعي نظام دا دی چې د خلکو شتمنۍ لوټ کړه؟ شرعي نظام دا دی چې خلک پر سړکونو ووژنه؟ شرعي نظام دا دی چې د خلکو کورونه وسوځوه؟ شرعي نظام دا دی چې د زرګونو مسافرو پر مخ لويه لاره وتړه؟ شرعي نظام دا دی چې په غزني کې دې، له ۱۷ کالو وروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځ ونه شي؟ شرعي نظام يې دا دی چې له ۱۷کالو وروسته دې په غزني کې درې ورځې اذان نه کېږي؟
طالبان څه ډول شرعي نظام غواړي. د کوم اسلامي نظام د جوړېدو لپاره جنګيږي. غزنی د طالبان د اسلامي امارت د شرعي قانون د حاکميت يوه نمونه شوه. مانا دا چې طالبان دغه ډول افغانستان غواړي کله غزنی. طالبان غواړي ټول هېواد بيا په کنډوالې بدل شي. غواړي ټولې شتمنۍ بيا پاکستان ته ور ليلام کړي. غواړي، ټول پرمختګونه بيا ودروي. غواړي ټول ملي ارزښتونه بيا د پاکستان په امر ختم کړي.
طالبان چې هر ولايت ته ورځي، له سره تر پايه يې هر څه لوټوي. هره ابادي نړوي. ټول ښار په هديرې بدلوي. د تېرو کلونو په جريان کې چې ولس کومه ستړيا ګاللې، کوم ځايونه يې جوړ کړي، غواړي دا ټول بيرته تخريب کړي، او لمنځه يې يوسي. ايا اسلام او افغانستان دغه ډول امارت غواړي؟ ايا موږ دغه ډول شرعي نظام غواړو؟ له طالبانو پرته بل څوک شته چې د داسې نظام غوښتونکی وي چې عزت يې د پنجاب په پښو کې ورته پروت وي، مال يې لوټ وي، او ښار يې په ګورستان بدل وي؟؟
طالبان ټولې نړۍ ته ورښيي چې اسلامي نظام، او شرعي نظام مانا د غزني بشري ناورين چې دوئ رامنځته کړ. دا چې موږ وايوو طالبان د دې لپاره پيداشوي، او د دې لپاره جنګېږي چې اسلام بدنام کړي، همدغه حالت وينو. تاسې په دې تېرو ۱۶ کلونو کې وګورئ چې طالبانو چېرته اسلام او مسلمانانو ته خير رسولی دی. چېرته يې کومه مدرسه، ښوونځی، روغتون او بل ټولګټی بنسټ جوړ کړی.
طالبانو نه يواځې اسلام، او مسلمانانو ته هيڅ ګټه نه ده رسولې، بلکې سراسر يې د اسلام او مسلمانانو سره دښمني شروع کړې ده. د جګړې اول ډز يې پر مسجد او مسلمان دی. کله پوهېږئ چې طالب يوه غلامه وسيله ده چې د اسلام او افغانستان پر ضد جنګېږي، او ملاتړ کېږي. وګورئ طالبانو پر کندوز، غزني، زابل، هلمند او فراه بريدونه وکړل، چاته يې تاوان واړاوه؟ اسلام ته، که کفر ته؟ د چا عامه شتمنۍ يې لوټ کړې، د چار کلي يې وران کړل، څوک يې ووژل، او چاته يې تباهي واړوله، امريکا ته که افغانستان ته؟
طالب مانا تباهي. د طالب شرعي نظام مانا وحشت. د طالب اسلامي قانون مانا غضب، او قهر. د طالب امارت مانا، داسې يو حالت چې هيڅ پرمختګ پکې نه وي. هيڅ ثبات پکې نه وي. هيڅ امن پکې نه وي. هيڅ عزت د چا خوندي نه وي. هيڅ مال د چا پکې ساتلی نه وي. طالب د اسلام په نوم يوه ډېره مرداره، او کرغېړنه څېره ده.

Share this page to Telegram

Comments