پر عامه ځایونو او خلکو بریدونه له اسلام او انسانیت سره ښکاره دښمنۍ ده / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

واضیح او څرګنده ده کله چې د اسلام او انسانیت دښمنان( طالب او داعش) د امنیتي ځواکونو لخوا د جګړي په ډګر کې له ماتي سره مخامخ شي بیا د غچ اخیستو په موخه عامه ځایونه په نښه کوي ځکه چې هلته هیڅ ډول د دفاع او ځان ساتني لپاره تدابیر نه وي، له بلې خوا پر عامه ځایویونو باندې له بریدونه سره دښمن یواځې زمونږ مظلوم او بی ګناه هیوادوال هدف ګرځوي او هغوي له منځه وړي چې دا ډول عمل په اسلام او انسانیت کې تر ټولو یو پست عمل بلل کیږي، همدا رنګه د نړۍ په هیڅ یو هیواد کې به دا پیدا نه کړئ چې د جګړي اړخ دې په عامه ځایونو بریدونه تر سره کړي داسې بریدونه چې موخه یې یواخې د عوامو خلکو وژل وي.
خو له بده مرغه چې د اسلام، انسانیت او زمونږ د مظلوم ولس دښمنانو یو ځل بیا د خپلو بادارانو د خوښۍ په موخه د کابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې د فتبال فدارسیون ته څیرمه له چاودیدونکو توکو څخه ډګ یو عراده موټر په ذریعه لومړی د موټر بم برید ترسره کړل او وروسته په سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته ښکیل شول چې له نیکه مرغه وسلوال ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه یووړل شول، خو په خواشیني سره چې د موټر بم په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګدون زمونږ په لسګونو تنه مظلوم هیوادوال شهیدان او تپیان شول او ګن شمیر مظلومې او کړیدلې کورنۍ یې د خپلو عزیزانو په ماتم کې کینولي ، چې له هر څه د مخه د دغې خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: ژباړه: څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړي دهغه سزا تل پاتي دوزخ دی، الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوي، هغه له خپل رحمت څخه بې برخي کوي او د هغه لپاره لوی عذاب دی: د نسا سوره، ۹۳ آیت.
خو له بده مرغه چې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګریزی کړۍ تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغو ترهګرو ډلو ته د یو انسان ژوند اصلاْ هیڅ راز اهمیت نلری ، نو له دې امله دا خپل دینی مسوولیت بولو ترڅو افغان ولس د دغي اسلام دښمنه کړیو په ماهیت خبر او هغوی وپوهوو چې داعش او طالب هغه افراطي ډلي دي چې د اسلام د بدنامولو په موخه فعالیت کوي اعمال او کړنلاره یې اسلامي دساتیرو سره هیڅ راز تړاو نلري بلکې په ټکر کې دي، نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي او ځپلو لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.
دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ډول کړني د اسلام او انسانیت ضد عمل دی او عاملین به یې د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د افغانستان شریف ولس دی یقین ولري چې د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو نور مو په ګران هیواد افغانستان کې یوه سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو مظلوم او ګړیدلي ولس ته خلاصون ورکړي .

Share this page to Telegram

Comments