پر طالب ترهګرو د افغان ځواکونو لومړنی لايزري بریالی بريد

comments 0

127 Views

هندوکش ـ فراه: په فراه کې پر ایران پلوو طالبانو په لومړي ځل افغان ځواکونو د لايزري وسلو بریالی بريد کړی دی.

په لایزري وسلو سمبال رهبري شوی بم د افغان هوايي ځواکونو له لوري د تیرې اونۍ په لړ کې په فراه کې د طالبانو پر يو پټنځای کارول شوی دی.

غوڅ ملاتړ ماموریت هم ددې عملیاتو لنډه ويډيو خپره کړې.

ويل کيږي  دا بمونه ددې لپاره افغان ځواکونو ته په واک کې ورکول شوي دي چې نور اهداف دقيق شي او د ملکي وګړو تلفات کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس اوس افغان هوايي ځواکونه ډير زيات پياوړي شوي دي او ډير ژر به هندوستان څو څرخي الوتکې افغان ځواکونو ته وسپاري.

Share this page to Telegram

Comments