پر طالبانو ځمکه تنور ده / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د سولې له خبرو سره یو ځای طالبانو جګړه تېزه کړې او ماین چاودنو او ډله ییزو بریدونو سره غواړي د سولې په میز زیات امتیاز ترلاسه کړي، طالبان هسې هم مخامخ جګړه کې مات دي او نه شي کولی له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي.
د طالبانو له بریدونو سره یو ځآی افغان ځواکونو هم تعرضي بریدونه زیات کړي چې ورسره سم د طالبانو په مرګ ژوبله کې دوه چنده زیاتوالی راغلی دی.
د مالوماتو له مخې په هرو څلرویشت ساعتونو کې ۳۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي چې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده، طالبانو ته دا مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې اوړي.
د طالبانو سیاسي او جنګي ډلې له وروستیو عملیاتونو او بریدونو سره دوه ډلې شوي دي، سیاسي ډله یې ټینګار لري چې باید جګړه زیاته شي چې دوی زیات امتیازات واخلي، خو جنګي ډله چې بیا د وسلو او مهماتوله کمبود سره مخ ده، د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو تلفاتو زیاتوالي باندې غوصه دی.
جنګي طالبان فکر کوي چې سیاسي طالبان یې بې ځایه قربانی کوي او د دوی په وینه باندې سوداګري کوي، د جنګي طالبانو دا فکر ځکه سم دی چې همدا اوس د طالبانو پر سر او قربانیو له امریکا او ناټو سره معامله شوې ده.
داجګړه چې جنګي طالبان یې د اشغال ترنامه لاندې کوي، په امریکا او ناټو باندې یې بریدونه بند کړي او د جګړې تمرکز ټول پر افغان ځواکونو او ملکي وګړو دی.
مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې غونډه کې وویل چې امریکا او طالبانو خپلمنځي اوربند کړی چې یو بل باندې به بریدونه نه کوي، طالبان چې له دې موضوع خبر شوي بیخي زیات غوصه دي چې څنګه دوی قرباني کوي او سیاسي مشران یې پرې معاملې کوي.
جنګي طالبان تر دوه اړخه فشار لاندې دي، له یوې خوا پرې افغان ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه زیات کړي او له بلې خوا پرې سیاسي مشرانو فشار راوړی چې باید جګړه شدیده وساتي چې د دوی خبرې ښه پایله ورکړي.
طالبان له وړاندې په دې پوهیدل چې د دوی پر سر به معامله کیږي، ځینې طالبان خو داسې پلان لري چې د سولې له خبرو سره یو ځای چې د دوی قربانیو ته پکې درناوی و نه شي، لا جلا کړي او د هیبت الله په امر به وسله کينږدي.
دا اندیښنه له امریکا، افغان حکومت او عامو افغانانو سره شته، ځکه د طالبانو سیمه ییز قومندانان د جګړې له درکه زیات عواید لري او نه پریږدي چې دا عواید یې له لاسه ووځي.
د دې تر څنګ د طالبانو سیمه ییزو قومندانانو شخصي بدۍ اخیستي،خلک یې بې ځایه او پرته له کومې ګناه وژلي چې د وسلې په کیښودو به یې ژوند خطر کې وي.
خو په پایله کې ویلی شو چې د افغانانو دښمنان هر کله رسوا او ذلیله شوې او هر یو یې پایله خرابه راوتلي چې د طالب مشرانو او قومندانانو پایله به هم همداسې وي.

Share this page to Telegram

Comments