پر طالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د هېواد په کچه په یو لړ عملیاتو کې ۱۹۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښې او ۵ نیول شوي.
ملي دفاع وزارت رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې په غزني، لغمان، فراه، میدان وردګ، ارزګان، کندز، هرات او ننګرهار کې یې د ځمکني او هوایي عملیاتو په پایله کې ۱۱۹ وسله وال وژلي، ۷۸ ټپیان او ۵ نور یې نیولي دي.
دفاع وزارت وایي، د دوی انجنیرۍ ټیم په بیلا بیلو ولایتونو کې ۶۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
په ټوله کې ملي دفاع وزارت د دوی له لوري د هېواد په کچه روان عملیات بریالي بولي، خو تر اوسه بیا کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments