پر طالبانو د امریکا فشار؛ خلیل زاد له طالبانو سره غږیږي تر څو بین الافغاني مذکرات او اوربند پرې ومني

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کابل: د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یوې سرچینې هندوکش ته وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو خاص استازی زلمی خلیل زاد له تېرو پنځو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له مشرانو سره په خبرو بوخت دی، چې تر ډېره بریده پورې یې پر طالبانو د بین الافغاني مذکراتو د پیلولو او اوربند غوښتنې دي.
دغه سرچینې ټینګار کړی چې د خلیل زاد او وسله والو طالبانو تر منځ روانې خبرې غیر رسمي بڼه لري
دا سرچینه زیاتوي، له خلیلزاد سره دا وار هم د طالبانو تر ټولو مهم اختلافي ټکی اوربند او د افغاني مذاکراتو پیل دی، ځکه چې طالبان لومړی له امریکا سره هوکړه لاسلیکول غواړي او له هغې وروسته په اوربند او افغاني مذاکراتو ټینګار کوي.
سرچینه وايي، زلمی خلیلزاد بیا برعکس غواړي چې له امریکایانو سره د مذاکراتو تر څنګ رسمي افغاني مذاکرات او اوربند رامنځته شي تر څو یوه ملي اجماع جوړه شوې اوسي.
د امریکا د سنا جرګې هم د امریکا له حکومت غوښتي چې د سولې په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته نکړي، دوی ویلې چې د افغان حکومت سره له سلا او مشورې پرته به د سولې خبرې هېڅ پایله ونلري.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلي و چې د وسله والو طالبانو سره د بندیانو تبادله یوه سخته پرېکړه وه، خو دوی دغه تبادله په دې شرط کړې چې وسله وال طالبان به په افغانستان کې تاوتریخوالی کموي، بین الافغاني مذکراتو ته به کیني او په پایله کې به یې اوربند کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments