پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې اوه تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چاودنه کې د طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون ۴ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
چاودنه تیره شپه د نېش ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې شوې ده.
دراني همداراز په میوند او ارغنداب کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د درې وسله والو د نیولو خبر ورکړ.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply