پر صلاح الدین رباني نیوکې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر باندې نیوکه ده د ملي ګټو پرځای ګوندي او سمتي ګټې مهمې بولي.
قومي مشران او د ولسي جرګې غړي له دې امله په غصه دي چې صلاح الدین رباني د عطامحمد نور لپاره د ملګروملتونو امنیت شورا په غونډه کې ګډون ونه کړ.
دوی د صلاح الدین رباني دا پریکړه چې امنیت شورا غونډه کې له ګډون پاتې شوی، د ټولو قوانینو او اصولو خلاف بولي، ځکه چې یو برحاله وزیر دې د قومي او ګوندي مسایلو لپاره له یوې مهمې غونډې انکار وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply