پر دوه اړخیزو همکاریو د کابل او مسکو ټینګار

comments 0

27 Views

هندوکش – روسیه: د افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام خبرې وکړې.
کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.
مانتیسکي همدا راز ډاډ ورکړی چې روسیه له افغانستان سره د مرستو د دوام په ځانګړې توګه په ملکي او پوځي برخه کې د سکالرشیپونو ورکولو ته هم ژمنه ده.
صلاح الدین رباني له افغانستان سره د روسیې له همکاریو هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مهمې بللې دي.
په دغې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو موضوعاتو او ننګونو په اړه هم بحث وکړ.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments