پر داعش هوایي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د راپورونو له مخې د ننګرهار په چپرهار او هسکې مېنې ولسوالیو کې داعش ډلې باندې بریدونه شوي چې لس داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د چپرهار او هسکې مېنې ولسوالیو ترمنځ ترخې اوبو سیمه کې تېره شپه د داعش پر یوې سراچه ډوله موټر بې پيلوټه الوتکې برید کړی چې ۷ داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.
په برید کې د داعش یو مهم قومندان هم شامل دی او موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
د یو بل خبر له مخې د هسکې مېنې نرۍ اوبو سیمه کې هم بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې د عاشق الله په نوم د داعش د یو سرګروپ په ګډون درې داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments