پر داعش هوايي برید شوی

comments 0

368 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يو قومندان په ګډون پنځه داعش وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار د والي ویاند د معلوماتو له مخې دغه بريد د داعش وسله والو پر مرکزونو شوی، چې په کې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
د مالوماتو له مخې په دې هوايي برید کې د داعش مهم قومندان وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د روژې او اختر په میاشت کې پر داعش هوایي بریدونه زیات شوي چې زیات وسله وال یې پکې وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments