پر خپلو ماشومانو رحم وکړئ / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

ماشوم تر ټولو زیات مینې او شفقت ته اړتیا لري او هر هغه ماشوم چې له ډيرې مینې برخمن وي، د نورو په نسبت هوښیار او ذهین وي.
زموږ په ټولنه کې یوه مقوله مشهور ده وایي، چرته چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي، زه له دې مقولې سره همغږی نه یم، ځکه که ماشومانو ته ښه روزنه او مینه ورکړل شي، هیڅکله نه ضرورت کیږي چې د کورنۍ د مشرانو له لوري ووهل شي.
هوښیار ماشومان یواځې د سترګي په اشاره او د مشرانو په وضعیت پوهیږي، هغه ماشوم چې مینه یې لیدلي وي، شفقت پرې کیږي، هيڅکله داسې کار نه کوي چې دی دې پرې ووهل شي.
برعکس هغه ماشومان چې نه یې مینه لیدلې وې، نه یې شفقت لیدلی وي، هر کله داسې کارونه کوي چې پرې ووهل شي.
لامل دا دی چې هغه په همدې تاوتریخوالي کې لوی شوی او عادت شوی دی، یانې وهل هم پرې اغیز نه کوي او همغه کار چې دی پرې وهل شوی، بیا تکراري کوي.
دا وهل ټکول د ماشوم په روان باندې ناوړه اغیز کوي او بیا د ډير عمر پورې پکې نښان پاتې وي، یانې بې زړه لوی کیږي، له تاوتریخوالي سره روږدی لوی کیږي، بیا هر کله ورته تاوتریخوالی او زشت والی عادي ښکاري.
کله چې یو ماشوم په تاوتریخوالي کې لوی شوی وي، او بیا پلار شي، هغه مینه نه پيژني، خپل اولادونه بیا همغسې وهي، څنګه چې وهل شوی دی.
خو هغه ماشوم چې په مینه او شفقت باندې لوی شوی وي، هيڅکله تاوتریخوالی نه کوي، کله چې پلار کیږي، خپلو اولادونو ته مینه ورکوي او هوښیار یې رالوی کوي.
ما ډير د کلیو او بانډو خلک لیدلي، یا ښار کې مې هم داسې خلک لیدلي چې وايي ، د فلاني زوی څومره هوښیار او ذهین دی.
خو همدې کورنۍ هيڅکله د دې راز پوښتنه و نه کړه چې زوی یا اولادونه یې ولې دومره ذهین او هوښیار دي.
هوښیار ځکه دي چې پلار مینه ورکړې، زړه یې ورکړی، شفقت یې پرې کړی، ورسره د مینې او ژوند کیسې یې کړي دي، هغه یې پوه کړی چې ماشوم هم کولی شي خبرې وکړي او ارام ژوند وکړي.
کله چې یو ماشوم ته د خبرو صلاحیت نه ورکول کیږي، کله چې یو ماشوم له ځان سره په دسترخوان نه کینول کیږي، بیا هغه ماشوم څنګه زړه وکړي چې بل ځای یوه خبره وکړي.
ښکاره خبره ده چې تر فشار لاندې نیول شوی ماشوم هر ځای تر فشار لاندې وي او هیڅکله له دې فشار په اسانۍ نه شي ژغورل کیدلی.
په مینه لوی شوی ماشوم بیا هر ځای فکر کوي چې حق لري خبرې وکړی او حق لري چې ډاډه وګرځي.
نو د ځان او ټولنې لپاره مو خپلو ماشومانو ته مینه ورکړئ، جرات ورکړئ، او ماشوم په ځان ډاډه کړئ چې ته کولی شې.

Share this page to Telegram

Comments